ټاکل شوې چې نن ماسپښین ۱نیمه بجه د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه ترسره شي. که څه هم افغان لوبډلې د تېرو دوه لوبو په بایللو سره په دې لوبلړۍ کې له سریلانکایي لوبډلې ماتې خوړلې ده؛ خو په نننۍ لوبه کې به یې هڅه دا وي چې له سیالې لوبډلې څخه درې د صفر پر وړاندې له ماتې خوړلو ځان وژغوري. دا په داسې حال کې چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تردې وړاندې په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې هم له سریلانکایي لوبډلې ماتې منلې ده او دا هغه څه چې د ګڼ شمېر افغان کرکټ مینوالو غبرګونونه یې را پارولې دي او د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ یې نیوکې کړې دي.