وروسته تر هغه چې ولسمشرغني د یوه فرمان په صادرولو سره په دوو مرحلو کې په مشروط ډول د یو شمیر طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړی دی، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، په مشروط ډول د دوی د زندانیانو خوشې کول د هغه تړون خلاف دي چې دوی په قطر کې له امریکایي پلاوي سره لاسلیک کړی دی. سهیل شاهین رویټرز اژانس ته ویلي، د زندانیانو ازادولو موضوع په تړون کې په سمه توګه توضیح شوې ده چې لومړی به ۵۰۰۰ طالب بندیان ازادېږي او بیا به بین الافغاني خبرې اترې پیلیږي. شاهین زیاته کړې، دوی هیڅکله هم د زندانیانو له مشروطې ازادۍ سره موافق نه وو. د یادونې ده چې د امریکایي او طالب پلاوي تر منځ په لاسلیک شوې هوکړه کې راغلي چې واشنګټن به تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشې کولو چارې ته اسانتیا برابروي.