د افغانستان د کرېکټ بورډ وايي، د داخلي کرېکټ د ودې لپاره به ډېر ژر په خوست ولایت کې د کرېکټ سیالۍ پیل شي.
د یاد بورډ ویاند فرید هوتک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري په خوست ولایت کې د کرېکټ لوبې پیل شي. دغه لوبې به د اتو ولایتونو ترمنځ وي او ګرېډ ون سیالۍ دي. د لوبغاړو لپاره دغه لوبې خورا مهمې دي.»
د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ (د اګست پر ۱۳مه) پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۲۲مې دوام کوي.
د هوتک په وینا، په سیالیو کې به د دغو اتو ولایتونو ټیمونه په خپلو کې لوبه او سیالي کوي، چې پایلوبه یا وروستۍ سیالي به یې په کابل کې وشي.
د یادونې ده چې افغانستان د کرېکټ بورډ اداره د لوبغاړو د پیاوړتیا په موخه په کور دننه سربېره، په نورو هېوادونو کې هم تمریناتي سیالیو برابروي.