نور علي ځدراڼ چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی و، نن یې د نړیوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه. افغان کرکټ بورډ لیکلي، چې د ځدراڼ لپاره یې نن د ایرلنډ پر وړاندې له لومړۍ یو ورځنۍ لوبې وړاندې د مخه ښې مراسم نیولي وو. نورعلي ځدراڼ په وروستي ځل د ایرلنډ پر وړاندې ټېسټ سیالۍ کې ولوبېد. نوموړي د نړیوال کرکټ لوبیز سفر د نورو مخکنیو افغان لوبغاړو په څېر په ۲۰۰۹ ز کال د سکاټلنډ خلاف پیل کړ. نورعلي ځدراڼ د افغانستان لپاره دوه ټېسټ، ۵۱ یوورځنۍ او ۲۳ نړیوال شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ یې ټولټال ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.