د چمن پرلت کوونکو د چمن – سپین بولدک پر دروازې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو په غبرګون کې د خپلو اعتراضونو په دوام، د چمن په ښار کې د ټولو دولتي بنسټونو دروازې تړلې دي. د پرلت غړي وایي چمن کې به تر هغې دولتي ادارې تړلې وي چې، د پاکستان حکومت د چمن – سپين بولدک پر دروازه د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو پر پرېکړې بیا کتنه ونهکړي. د چمن د پرلت ګڼ غړو د ګمرک، پاسپورټ او ځينو نورو ادارو له کارکوونکو غوښتي وو چې خپلو ادارو ته له ورتګه ډډه وکړي. د پرلت یو شمېر نور غړي بیا د پاکستان حکومت له مسوولانو سره په لیدنه کې د یادې ستونزې د حل په برخه کې د ځینو پرمختګونو خبر ورکوي.