د امریکا د ملي امنیت ځینې لوړپوړو چارواکو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره د ټرمپ پر ټلفوني اړیکه توندې نیوکې کړې دي. یاد امریکایي نظامي چارواکي وایي، د امریکا ولسمشر په دې ټلفوني خبرو کې د امریکا د پنټاګون ځینې مهم رازونه طالبانو ته افشا کړي دي. د سپوټنیک اژانس په حواله، امریکایي چارواکو دا څرګندونې له ډیلي بېسټ سره په مرکه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ د پنټاګون د (ووژنه یا ونیسه) تر عنوان لاندې نوملړ له پټو رازونو څخه پرده پورته کړې ده او په همدې اړه یې له طالبانو سره خبرې اترې کړې دي. دوی دا نه دي ویلي چې د (ووژنه یا ونیسه) نوملړ رازونه څه وو خو څرګنده کړې یې ده؛ دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر له یوې داسې ډلې سره شاوخوا نیم ساعت خبرې اترې کوي چې په زرګونه امریکایي سرتېري یې وژلي دي. دوی وایي، ولسمشر ټرمپ په دې اړه ځینې پروتوکولونه نقض کړي دي او باید په اړه یې ځواب ووایي.