د هندوستان او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ روان کال ټاکل شوې وه، په هند هیواد کې درې شل اوریزې او درې پنځوس اورېزې لوبې ترسره شي، خو دا لوبې د کورونا ویروس له امله راتلونکې ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شوې. د هند کرکټ بورډ پرون تایید کړه، چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ به دا لوبلړۍ د ۲۰۲۰ کال پر ځای په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شي. دا چې د دې لوبو کوربتوب هندوستان کوي؛ نو انګلستانۍ لوبډله به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشت په ورستیو کې هند هیواد ته سفر وکړي. د هند او انګلستان کرکټ بورډونو لخوا په ټاکل شوي مهالویش کې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو ترڅنګ، د پنځو ټیسټ لوبو په کولو هم موافقه شوې ده.