د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت په ١٤٠٢ کال کې ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره په یادو عوایدو کې درې میلیونه، ۴۵ لکه او ۷۸۰۰ افغانۍ د موټرچلولو لایسنس د وېش، ۵ میلیونه، ۶ لکه، ۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جوازسیرونو د وېش او ۹۹۰۵۰ افغانۍ هم له لیني ټکسي څخه را ټولې کړې دي. د مالوماتو له مخې یاد مدیریت ۹۰۶۴ موټرو ته لنډمهالي نمبرپلېټونه ورکړي چې له درکه یې ۲۰۴ میلیونه، ۸ لکه، درې زره او ۶۸۱ افغانۍ عواید را ټول کړي دي. د کندهار د ترافیکو مدیریت مسوولین دغه راز وایي، چې په ١٤٠٢ کال کې یې ۱۹ ښوونیز کورسونه هم جوړ کړي او ۴۹۴۹ کسانو ته یې ټرافیکي اصول ور ښودلي او د موټرچلولو جوازونه یې ورکړي دي.