په پاکستان کې د ماین پاکانو پر یوه ډله وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه برید د ګوادر بندر په انکارا بند کې داسې مهال شوی چې د ماین پاکانو یوه ډله له ماینونو د سیمې پر پاکولو بوخته وه. په راپور کې راغلي چې دغه برید پرون شوی چې څلور نور پکې ټپیان دي.