ایران وایي دوی تیار دي چې نږدې ۲۰۰۰ افغان زندانیان خپل هېواد ته ولېږي. د ایران د قضایې او بشري حقونو د برخې مسوولینو رسنیو ته ویلي دوی هڅه کوي په یوه جلسه کې ددغه زندانیانو په اړه خبرې او پرېکړه وکړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ورته ویلي چې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله ایران تیار دی چې ۲۰۰۰ افغان زندانیا افغانستان ته ولېږي. ایراني چارواکو ویلي دوی د افغان حکومت د تیاري په تمه دي چې وکړی شي دغه زندانیان ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه کړي. په ایران کې د کرونا ویروس خورا چټک د پراختیا په حال کې دی چې له امله یې دغه هېواد نږدې ۷۶ زره بندیان له زندانونو ازاد کړي دي.