پاکستاني چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۱۴۳ کسان په دغه هېواد کې د اپرېل په میاشت کې د تالندې، بارانونو او د سېلابونو راوتو په پېښو کې مړه شوي. د دغو چارواکو په وینا، په پاکستان کې د تېرې میاشتې په پرتله دوه چنده بارانونه شوي دي. په تېره میاشت کې سېلابونه، ځمکې ښویېدنې او خرابه هوا په ځینو سیمو کې د کورونو د نړېدو او د فصلونو د لمنځه تلو لامل شوی. د پاکستان د هوا پېژندنې د ادارې ویاند ظهیر احمد بابر ویلي، په پاکستان کې د اپرېل میاشتې بارانونه د نورمالې کچې څخه ۱۶۴ سلنه زیات ورېدلي، چې دا غیر معموله خبره ده.