د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ښو اړیکو او د سیمې د وروستیو مسایلو په تړاو خبرې شوې دي. محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ليک هم سپارلی دی.