د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي توپوهونکي مهندر سینګ ډهوني له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه .هغه خپل تقاعد پرانسټګرام د یوه پوسټ په ترڅ کې اعلان کړی دی، چې زه د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوم. که څه هم په دې پوسټ کي ډهوني مشخص کوم فرمټ لوبې او یا د تقاعد کوم خاص دلیل په اړه څه ندي ویلي؛ خو د نړیوال کرکټ سره یې د مخې ښې خبره، پدې معنا ده چې ډهوني به بیا په هیڅ فارمټ نړیوال کرکټ لوبو کې ونه لوبېږي. ډهوني د تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو څخه راورسته د ملي لوبډلې څخه لرې شوی و، چې تراوسه ورسره نه و یو ځای شوی او اوس یې تازه د نړیوال کرکټ سره د مخې ښې اعلان کړی دی. ډهوني د خپلې لوبډلې لپاره په ۹۰ ټیسټ، ۳۵۰ یو ورځنیو او په ۹۸ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی، چې په ټیسټ لوبو کې یې ۴۸۷۶ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۰۷۷۳ منډې او په شل اوریزو لوبو کې یې بیا ۱۶۱۷ منډې جوړې کړې دي.