پاکستاني پولیس وایي د یو توغندي په برید کې چې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې څخه په یو کور وار شوی، څلور تنه وژل شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي. په سیمه کې د پولیسو مشر هدایت الله ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې برید د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې شوی خو لا معلومه نده چې دا برید چا کړی. هدایت الله وویل چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي. د کلي اوسیدونکو ویلي چې د توغندي په برید کې وژل شوي عام خلک و چې له وسله والو ډلو سره یې هیڅ تړاو نه درلود. د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.