د هلمند ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت دګرشک ښاروالۍ په تېر کال کې د ۱۵ میلونو افغانیو په لګښت ۱۶ رغنیزې پروژې پلې کړې دي. د ګرشک ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د ۱۵ میلونو افغانیو په لګښت ۱۶ رغنیزې پروژې پلي کړي، چې په کې د فاتح چوک پراخول، د موسی قلعه سړک لپاره د ۴ کیلو متره بای پاس سړک، په نوي بازار سیمه کې د زر هټیو، د شپني څراغونو او ګلدانونو او د اوبو سیستم، د ۱۳۰۰ متره ویالې او د ۳ پلګوټو رغول شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت او امنیت په په راتګ سره د هیواد په لېرې پرتو ولایتونو کې هم د رغولو او بیا رغولو چارې ګړندۍ شوې دي.