د روسیې دفاع وزارت پرون خبر ورکړی، چې د اوکراین په ختیځ کې یې درې نوې سیمې نیولي دي. د مالوماتو له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین په شمال او جنوب کې پرمختګ کړی او د روبوتیې کلي په شمول یې درې هستوګنې سیمې نیولي دي. روبوتیه هغه کلی دی چې اوکرایني ځواکونو په ۲۰۲۳م کې بېرته نیولی و. د راپورونو له مخې د اوکراین پوځ په وروستیو اوونیو کې تر فشار لاندې دی، په داسې حال کې چې د مهماتو له کموالي سره هم مخامخ شوی دی.