د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د مرکزي بانک مرستیال محسن کریمي ویلي، چې تهران او کابل پر دې خبرې غور کوي چې د دوه اړخیزو راکړې ورکړې په برخه کې به امریکايي ډالر نور نه کاروي. د تسنیم خبري اژانس پرون د محسن کریمي له قوله لیکلي، چې د سوداګریزو چارو په برخو کې د تهران او په کابل کې د سرپرست حکومت چارواکو تر منځ د امریکايي ډالرو پر ځای د ریالو د کارولو پر سر خبرې اترې روانې دي. د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین هم ویلي و، چې د روسیې، افغانستان او عراق سره په سوداګریزو برخو کې د ریال کاروونه د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده.