د ملګرو ملتونو د ادارو او د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د همغږۍ د مشرتابه کچې ناسته تر سره شوه. په دې ناسته کې په بېلابېلو ډګرونو کې د افغانستان د خلکو پر اړتياوو او د حکومت پر لومړيتوبونو، په تېر يوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د شويو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو تر منځ د تفاهم او همغږۍ د پراختيا په اړه بحثونه وشول. د بهرنيو چارو سرپرست وزير په خپلو خبرو کې وويل، چې په هيواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هيواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسؤول او د يوناما مرستيال، ښاغلي انډريکا رتواتي، د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د ځغلنده کتنې تر څنګ وويل چې دوی پر دې کار کوي چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي.