د چين خارجه وزير وانګ يي د مې په ۱۵ مې نېټې په بېجينګ کې د پاکستان له مرستيال صدراعظم اسحاق ډار سره کتلي او د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ستراتېژيک ډيالوګ یې ورسره ترسره کړی دی.
وانګ يي ويلي، چې اسحاق ډار د پاکستان د صدراعظم مرستيال په توګه له ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی سفر بېجينګ ته کړی او دا له چين سره اړيکو ته د پاکستان د ډېرې پاملرنې ښکارندويي کوي.
نوموړي ويلي، چين له پاکستان سره د همکارۍ ټينګ هوډ نه بدلوي او غواړي د ترهګرۍ ضد مبارزې او امنيت ساتنې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ورسره ژورې کړي.
اسحاق ډار ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار لري او د چين د ټولو حساسو ګټو په موضوعاتو کې له ځنډ او پښېمانې پرته له دغه هېواد ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري چې له چين سره خپلمنځي صادقانه همکارۍ پياوړې کړي او د سيپېک ابادۍ ته پرمختګ ورکړي.
نوموړي د داسو اوبو بند پر موټريز کاروان د تېر مارچ د ۲۶ مې نېټې ترهګريزې پېښې په اړه، چې څو چينايانو هم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د همداردۍ مراتب څرګند کړي او ويلي يې دي، چې هېواد به يې اړوند پلټنه ترسره کړي او د ترهګرۍ ضد ټينګې مبارزې ته به دوام ورکړي.