پاکستان د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله یوه ورځ ماتم اعلان کړ. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې اسلام اباد میاشت مخکې، د ولسمشر رییسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تاریخي سفر کوربه و. شریف زیاته کړې چې له تهران سره د خواخوږۍ پر بنسټ په پاکستان کې یو ورځنی ماتم اعلانیږي او بېرغ به نیم ځوړند وي.