د پاکستان په کوټه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د نهو کان کېندونکو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له دې پېښې وروسته د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ورغلي او د مړه شویو کسانو مړي یې له کانه اېستلي دي. د بلوچستان ایالت د کانونو د ریاست مشر عبدالغني بلوچ د فرانسي خبري اژانس ته ویلي، چې یاد کسان د ګاز نیونې وروسته د ساه بندۍ له امله مړه شوي دي. د نوموړي په خبره، په مړو شويو کې يو قراردادي او د کانونو مدير هم شامل دی. بلوچ وايي، ټول مړه شوي کسان د خیبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکي وو. د ډبرو سکرو د کارګرانو د حقونو د ټولنې وياند عابد يار وايي، چې دغه پېښه د ګازو د خپرېدو له امله رامنځته شوې ده.