د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو له توره برائت ترلاسه کړ. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې عمران خان په دغه قضیه کې برأت اخیستی خو په یوه بله قضیه کې د محکومیت له امله به په بند کې پاتې وي. عمران خان په ۲۰۲۲ زیږیز کال کې د هغو قضیو له امله چې هغه یې خپله سیاسي دسیسې بولي، د پاکستان د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه او په لس کلن بند محکوم شو.