په اسټرالیا کې د یوې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي. رویټرز اژانس د استرالیایي چارواکو له قوله ویلي، په دې الوتکه کې څلور دولتي کارکوونکي سپاره وو چې د پیلوټ په ګډون ټول وژل شوي دي. د الوتکې د نسکورېدو لامل د مانسون په نامه موسمي باران بلل شوی دی. چارواکي وایي، باران ډېر شدید وو او الوتکې دوه ځله د کېناستو هڅه هم وکړه خو بریالۍ نشوه چې بلاخره د ناستې د دریېمې هڅې پر مهال په ډېر شدت له ځمکې سره ولګېده او پکې ناست کسان ټول ووژل شول. د یادونې ده چې تېره میاشت هم په یاد هېواد کې د یوې الوتکې غورځېدو پېښه کې درې کسان وژل شوي وو.