د ایران د پلازمېنې تهران په جنوب لوېدیځ کې یوې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ټپیان شوي دي. د تهران د بېړنیو پېښو د رسېدنې د ادارې رییس محمد اسماعیل توکلي رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه پرون ماسپښين مهال د ټایرونو د تولید په یوه فابریکه کې رامنځته شوې وه. ۳۰ کسان روغتونو ته رسول شوي او پاتې نورو ته په سیمه کې صحي خدمات وړاندې شوي دي. چارواکو ویلي چې د اور د مړه کولو لپاره یې سیمې ته اوروژنې ټیمونه په لومړنیو ساعتونو کې ولېږل. دوه ورځې مخکې هم د تهران په څنډه په شوراباد سیمه کې درې لوی ګدامونه سوځېدلي وو.