د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په روان شل اوریز نړیوال جام کې، نړیوال ریکارډ جوړ کړ. نوموړی په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هغه توپ اچوونکی شو، چې څلور ځلې ۳ او یا له ۳ زیاتې ویکټې ترلاسه کوي. پخوا دغه ریکارډ د پاکستاني چټک توپ اچوونکي عمر ګل په نامه وه، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې درې ځلې ۳ ویکټې ترلاسه کړې وې. فاروقي دغه راز په روانو سیالیو کې د ۱۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره هم تر ټولو توپ اچوونکو مخ کښ دي. د یادولو وړ ده، چې فاروقي په دې ۱۵ ویکټو ترلاسه کولو سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو هم د خپلو ویکټو شمېر۵۰ کړ.