د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په مرکز سیول کې د لیتیمي بټریو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ تنه مړه شوي. د راپورونو لهمخې دغه پېښه نن سهار د سیول ښار په هواسونګ سیمه کې رامنځته شوې ده. د جنوبي کوریا اور وژنې ادارې د دغې پېښې لامل د ګڼ شمېر بټريو چاودنه ښوودلې ده.