د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر شاهد افریدي د افغان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام نیمه پایلوبې ته له تګ وروسته، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته مبارکي ویلي او د دوی دغه لاسته راوړنه یې تاریخي بللې ده. افریدی وایي، راشد خان غوره لوبډلمشري او نوین لوبه ګټوونکې توپاچونه وکړه. نوموړي دغه راز زیاته کړې، دوی نړۍ ته وښودله، چې یوه لوبډله د لیوالتیا، جذبي او د زړه له کومې لوبې کولو سره هره بریا ترلاسه کولای شي.