د قرغېزستان د ولسمشرې ماڼۍ رسنيزې ادارې د جون په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر صدر جباروف د چين، قرغېزستان او ازبکستان د پټلۍ پروژې مشورتي لايحه لاسليک کړې او رسماً يې قانوني بڼه غوره کړې ده.
د قرغېزستان پارلمان د روانې مياشتې په ۱۹مې نېټې یاده لايحه تصويب کړې وه.
د چين، قرغېزستان او ازبکستان د پټلۍ پروژې د مشورتي لایحې د لاسليک مراسم د روانې مياشتې په ۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شول.
دغه پټلي د چين د شينجيانګ له کشغر ښار څخه د قرغېزستان له لارې ازبکستان ته داخليږي او په راتلونکي کې به د اسيا لوېديځو او جنوبې برخو ته وغځيږي.
دغه پټلي به د دريېو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ نور هم پياوړی کړي.