د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې سې شنبه په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي. تاجکستاني رسنیو لیکلي، چې دغه سفر به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ترسره شي. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او نورو چارواکو سره وګوري. د تاجکستان ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ له شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې دوشنبې ته د هغه د سفر په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی شو. تاجکستان ته د شهباز شریف تر سفر مخکې د دوشنبې او اسلام اباد ترمنځ مستقیمې الوتنې پرون پیل شوې.