ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې. د دغو پایلو له مخې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې دي. د راپور له مخې، مسعود پزشکیان ۵ میلیونه ۳۵۴ زره رایې، سعید جلیلي ۴ میلیونه ۸۷۵ زره ۲۶۹ رایې، محمد باقر قالیباف له یو میلیون شپږ لکه شلو زرو ډېرې او مصطفی پور محمدي ۹۵ زره ۱۷۲ رایې خپلې کړې دي.