د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي، چې د شاه او عروس بند رغنیزې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پای به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د دې وزارت د ویاند په خبره د شاه او عروس بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. نوموړی وايي، د دې بند په جوړېدو سره به څه باندې دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي. له بلې خوا یو شمېر کارپوهان وايي، سما مدیریت او د اوبو بندونو جوړول کولی شي، د ځمکې پر سر او تر ځمکې لاندې اوبو له کمېدو او په هېواد کې له سېلابونو څخه مخنیوی وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د شاه وعروس بند د جوړولو تړون څو کاله مخکې د څه باندې ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی وو.