د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک ویلي، چې انتونیو ګوترېش به منځنۍ اسیا ته خپل سفر نن له اوزبکستان څخه پیل کړي. د دوجاریک په وینا؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي به له تاشکند وروسته قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړي. منځنۍ اسیا ته د ګوترېش د سفر موخه د دغو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او د اقلیم د بدلون په تړاو له یو شمېر پروژو لیدنه ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي به د دغهراز د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د روان کال د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي، ګډون او وینا وکړي.