د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله د ګېلاس مېوې حاصلات د پام وړ ډېر شوي، چې په کور د ننه او بیرون ته یې صادرات پيل شوي دي. د دغه رياست د خبر له مخې، دې ولايت کې په څه د پاسه زر جريبه ځمکه کې د ګېلاسو باغونه شته، چې له هر باغ څخه تر اوسه ٦٣٠ کيلو ګرامه حاصلات راټول شوي او د راټولولو لړۍ یې لا هم دوام لري. ویل کیږي، چې د پنجشېر د ګیلاسو حاصلات پر کابل سربېره د چین، پاکستان او هند په ګډون نورو بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.