د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په دویمه نېټه د اوزبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړېږي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه نندارتون افغاني محصولاتو ته د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه جوړېږي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نندارتو کې به د هېواد ۲۵۰ سوداګر غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، وچه مېوه او یو شمېر نور محصولات نندارې ته وړاندې کړي.