د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي، هغه پروژې چې، په تېر حکومت کې د بهرنیو بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېده، اوس له کورنیو سرچینو تمویلېږي. نوموړي له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې همدارنګه په هېواد کې د اوبو مدیریت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅو او د قوشتېپې کانال جوړولو ته په اشارې سره ویلي چې، افغانستان د خپلو اوبو له استفادې سره هېڅ هېواد ته زیان نهرسوي. د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، که کوم هېواد د افغانستان د اوبو د مدیریت او د قوشتېپې کانال د جوړېدو په تړاو ستونزه لري، کولای شي دغه ستونزه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغهراز په کابل کې د نفوسو زیاتوالی په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت یو لامل بولي او زیاتوي چې، پر شاه و عروس بند، پر شاه توت بند او د پنجشېر له سینده د اوبو د لېږد پر پروژې کار روان دی.