د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر مایکل مککال د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت د کابل په هوایي ډګر کې د ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا په تاریخ کې د یو تور داغ په نوم یاد کړی. هغه دغه څرګندونې د جوبایډن د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي. جوبایډن د پنجشنبې په ورځ په یوه ټاکنیزه مناظره کې وویل چې په اوسنۍ پېړۍ کې یواځینی دی، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې هیڅ یو امریکایي سرتېری د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نه دی وژل شوی. دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له غبرګون سره مخامخې شوې. مکال د هغو ۱۳ تنو امریکایي سرتېرو یادونه وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه په کابل کې د یو برید له امله د کابل په هوايي ډګر کې ووژل شول.