د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د بامیانو ولایت په مرکز کې د لرغونې بامیان په نوم د لاسي صنایعو بازار پرانېستل شو. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رييس باميانو کې د لاسي صنايعو په برخه کې د خلکو له ملاتړ مننه کوي او وايي، هڅه یي داده، چې کسبګرو او صنعت کارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. د یادونې ده، چې په دغه مرکز کې هر ډول لاسي صنايع لکه قالینې، ټغر، واسکټونه، بارک کرتۍ، د خامک جامې او نور سیمه ییز توليدات شتون لري.