د جوزجان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اسدالله حمزه ویلي چې د شبرغان ښار اړوند په ګلستان سیمه کې او د جوزجان په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د همکارې موسسې په مالي ملاتړ په ټولیزه توګه د ۱۲ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې دي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره د جوزجان د ګلستان سیمې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته او د ۲۰۰ بستریز روغتون ۵۰۰۰ تنو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرېږي.