په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۸۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۸۰ زره ۳۰۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۳۱۵ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.