د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، په ۲۰۲۳کال کې یې په افغانستان کې تر ۲۰ مېلیونه زیاتو خلکو سره د ژوند ژغورونکو روغتیایي خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کړې، چې تر نیمایي یې ماشومان دي. دغې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي ناورین او وزګارتیا له امله لاهم روغتیایي خدمتونو ته د مېلیونونو افغانانو لاسرسی محدود دی. دغه بنسټ زیاته کړې، د افغانستان د نفوسو له درېیمې برخې څخه ډېر کسان روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. په راپور کې راغلي، د نړۍوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته، دغه اداره په ټول افغانستان کې له ۲۵۰۰ څخه زیاتو روغتیايي مرکزونو کې د تنخواوو، اړینو طبي توکو او د دوامداره برېښنا او اوبو رسولو له لارې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ کوي.