د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۵۳ لوبډلو تر منځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د والیبال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي، چې دغه سیالۍ د لوی اختر په ورځو کې د ۵۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې او د پغمان ولسوالۍ پکې لومړی او د چک ولسوالۍ دویم مقام خپل کړ. د دغه سیالیو ګډونوال لوبغاړي وايي، چې خوښ دي، په سیمه کې یې د دغه شان لوبو زمینه برابره شوې او باید لا ډيرې سیالۍ په لاره واچول شي. دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په سیمه کې معیاري لوبغالی او نور اړین امکانات نه لري او حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.