د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په مرکز پلعلم او شپږ ولسوالیو کې شاوخوا ۹۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې په کرایه کورونو او یا هم په ازاده فضا کې له پراخو ستونزو سره سره په لیکلوست بوخت دي. د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند وايي، لوګر کې ۲۸۷ دولتي ښوونځي شتون لري چې د یادو ښوونځيو له ډلې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او سل هغه یې بیارغونې ته اړتیا لري. عرب زیاته کړه، روان کال پوهنې وزارت د یو شمیر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ۱۴ بابه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړه وي او ۱۳ بابه ښوونځي به بیاورغوي. هغه همدارنګه وویل، اوس مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د شاوخوا ۱۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵ بېلابېلې پروژې تر کار لاندي دي.