د افغانستان لپاره د یونیسف عمومي رییس تاجالدین اویلا او مله پلاوي یې د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې، په دې کتنه کې د روغتیايي سیسټم د پرمختګ او په روغتیايي خدماتو کې د شته ستونزو د حل، د مور او ماشوم روغتیا، د خوارځواکۍ ناروغانو پر درملنې، د پولیو ناروغۍ د واکسین پر تطبیق، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو پر جوړولو، د روغتیايي مرکزونو لپاره د درملو او تجهیزاتو پر وخت رسونې او د روغتیايي خدماتو کې پر معیار او روڼتیا خبرې شوې دي.